استاد رحیم غمزده
انجنیرعبدالقادر مسعود انجنیرعبدالقادر مسعود

دخواشینۍ پیغام

ارواښاد استاد رحیم غمزده هغه ویاړلې او برمیاله څیره وه، چې د ده تل پاتی غږ او هنرد اوریدونکو او لیدونکو په زړونو کې منګولې شخوي او خپل ځانته یې راکاږي. دی د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری وو، او په کلونو کلونود بزمونو مشال وو.

ارواښاد استاد رحیم غمزده پنځه اویه (۷۵) کاله مخکې د ننګرهارولایت دخوګیانیو په ولسوالی کې زیږیدلی وو.

ده له کوچینوالي څخه د موسیقې له هنر سره ځانګړې مینه لرله او په شپاړلس کلنې کې یې د موسیقې دهنر په زده کړو پیل وکړ، او دمحلي موسیقي سره یې زیاته مینه درلوده.

ارواښادغمزده صاحب په رادیو او تلویزون کې د یوسلوپنځه شپیته(۱۶۵) په شاووخوا کې آهنګونه ثبت کړي دي، چې د زیاترو آهنګونو کمپوزونه ده خپل جوړکړي دي. دی دکنسرتونوپه اجرا کولو کې د مقاماتو له خوا نمانځل شوی وو، او ډیرزیات سوغاتونه یې ترلاسه کړي وو. ده دخپل ژوند شپیته (۶۰) کاله عمر د افغاني موسیقې په خدمت کې تیر کړی دی. دی نه یوازی، چې دموسیقې دهنر یو تکړه هنرمند وو، بلکې ښه شاعرهم وو.

په خواشینۍ سره، دغې نامتوهنرمند، د (۱۳۹۰)لمریزکال د لیندې د میاشتی په (۲۵) نیټه دجمعی په ورځ د(۷۵) کالو په عمر کې د جلال آباد په ښار کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

انا الله واناالیه راجعون

د ده مړینه زموږ دهیواد لپاره او په ځانګړي توګه د موسیقې دهنرپه ډګر کې یوه ستره ضایعه ده.

زه نه یوازی پدې مناسبت دزړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او څپلوانو ته دصبراو تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  ده ته د فردوس جنت غواړم.

شاعر وایي:

چې پیدا شوی تا ژړل خلکو خندل

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

په ډیر درنښت:


December 24th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.




طلوع
خواشینی ارواښاد غمزده صاحب ته د فردوس جنت غوارم او د کورنی غری ،دوستانو او ددی د هنر او اواز مینانوته د لوی خدای څخه لوی صبر او زغم غوارم. دده مرینه یو لوی ضایعه وه. ارواښادغمزده د موسیقی په اسمان کی داسی یو بریښنده ستوری وو جه هیڅ کله د خلکو له زږونو څخه نه وزی. د ارواښادغمزده د اشعار او دهغی د موسیقی نه په ډیر وضاحت او سادګی ښکاره ده جه دی څومره خپل وطن او ولس سره د زږه له کومی علاقه درلوده. نوم یی تل ژوندی وی.



پيام تسليت شما


  • پيام شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.


نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
پيام شما:
 
 
مشعل